هرهیواد خپله ملي ترمینالوژي لري
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                د مشعل بریښناپاڼه کې مې د ښاغلي نجم کاویاني د « واژه ها مرز نمی شناسند » چې پښتو ژباړه يي « وییونه ملي پولي نه پېژني » تر سرلیک لاندې، یوه لیکنه ولوستله . داچې ددې لیکنې تل ته به لږ روسته ورښکته شو او هغه به راوسپړو، خو مخکې له مخکې باید ووایو چې د لیکنې داسې سرلیک  هیڅ منطقي رغښت نه لري او د وخت او ځای په تړاو داسې عمومي حکم نه شي کېدای !

ځینې وییونه ( کلمې ) د اړتیا له مخې د یوه هیواد له ملي پولو یا سیمې څخه نورو پولو او هیوادونو ته ورتللی شي خو ځینو نورو وییونو ته اړتیا نه لیدل کیږي چې یو هیواد یا ژبه دې له بل هیواد یا ژبې څخه خامخا راواخلي او څه لا دا چې دغه کار دې د ټاکلو سیاسي او فرهنګي نیتونو په موخه ترسره شي. د بېلګې پتوګه موږ راډیو ، تلویزیون ، تلیفون او داسې نور وییونو ته اړتیا لرو چې له اروپايي ژبو څخه يي راواخلو خو سوپریم کورټ (  Supreme court ) ته اړتیا نه لرو چې له انګریزي يي راواخلو او د خپلې ملي اصطلاح ( سترې محکمې ) په وړاندې يي چې تیاره يي خپله ملي ژبه پښتو کې لرو، وکاروو یا یونیورسټي د پوهنتون او پارلمان د ولسې جرګې پرځای او داسې نور .

په دې ډول دلته عام حکم صادرول هیڅ ځای نه لري او بل داچې له پردیو ژبو د مصطلحاتو خوښوونه او پورونه د هرچا دنده نه ده او دا کار باید په افغان دولت کې د ټاکلو واکمنو کړیو لکه د علومو اکاډمۍ لخوا د ژبپوهانو په مرسته په احتیاط ترسره شي.

همدارنګه د خپلې لیکنې په پیل کې باید په دې خبره ټینګار وکړم چې د لیکونکي ټوله لیکنه له سره تر پایه پورې یوه سیاسي لیکنه ده او هغه د درې ژبې د اړتیا او دې ژبې ته د خدمت لپاره نه، بلکې دې ژبې سره د خواخوږۍ په نوم د سیاسي موخو لپاره لیکل شوې ده . په داسې حالاتو کې چې په مزار کې د ابومسلم خراساني واټ د مزار د لوړپوړو چارواکو په لاس د ایراني جاسوسانو په نوم نومول کیږي او د افغانانو د پراخ غبرګون سره مخ کیږي، په رسنیو کې د درې ژبې د ګوښه توب په اړه د مکر اوښکې تویول، د پرله پسې ملي لانجو له پنځولو پرته بله مانا نه لري !

که څه هم ایجابوي د نوموړې لیکنې ټولې خواوې باید حلاجي شي او د لیکونکي ټولې سیاسي او ژبنۍ موخې او د هیواد په داسې کړکېچنو حالاتو کې د نورو عمده غوښتنو او چارو پرځای د ژبې موضوع منځته رااچول او د درې ژبې د مظلومیت په اړه د مکر توی شوې اوښکې باید یو په یو وشمېرل شي، خو دلته به د نوموړې لیکنې یوازې غټو موخو ته ددې متل « یو موټی خروار » په سترګه، کتنه وشي او ځینې مونډیزې برخې به د تبصرې لپاره راواخیستل شي .    

نوموړی د خپلې لیکنې په پیل کې لیکي «  در چند دهه ی پسين، گروه هايی معينی در درون و بيرون دولت افغانستان قلمرو گسترده ی زبان فارسی دری را بر پايه مرزهای سياسی پاره پاره می کنند و مرز زبا ن را در چهارچوب مرزهای سياسی کشور محدود می سازند و در پی آن با کار برد شماری از واژه های فارسی دری به دليل اينکه اين واژه ها دربيرون از مرزهای سياسی افغانستان استفاده می شود، مخالفت می کنند. »

ژباړه : « روستیو څو لسیزو کې په افغان دولت کې دننه او له هغه بهر ټاکلې کړۍ د دري پاړسو ژبې د واکمنۍ پراخه سیمه د سیاسي پولو پر بنسټ ټوټې ټوټې کوي او د ژبې دا سیمه د هیواد د سیاسي پولو په چوکاټ کې محدوده ساتي او بیا د درې پاړسو د یو شمېر وییونو سره په دې لامل چې د افغانستان د سیاسي پولو څخه دباندې کارول کیږي ، مخالفت کوي .»

په کوم هیواد کې چې افغانان اوسیږي او تابعیت يي لري هغه یو جلا، خپلواک هیواد او افغانستان نومیږي. د نورو خپلواکو هیوادو پشان افغانستان هم ځانته اساسي قانون لري ، د دې قانون په ۱۶ ماده کې د هیواد د ژبو په اړوند ویل کیږي «  د پښتو، دري، ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يې، نورستاني، پاميري او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملي څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.

په هغو سيمو كې چې د خلكو اكثريت له ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يې، نورستاني او يا پاميري ژبوڅخه پريوې خبرې كوي له پښتو او دري سربېره هغه ژبه دريمه رسمي ژبه ده، د تطبيق ډول يې د قانون له ليارې تنظيمیږي . دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياو ړتيا او پراختيا لپاره اغيزمن

پروگرامونه طرح او تطبيقوي. په هېواد كې د مطبوعاتو، را ډيو اوتلويزيون خپرونې د هیواد پر ټولومروجو ژبو آزادې دي.په هېواد كې موجود ملي، علمي اواداري مصطلحات ساتل كيږي. »

د اساسي قانون ۱۶ ماده په ډاګه بیانوي چې افغانستان هیڅکله په یوازې ځان د دري ژبې ټاټوبی نه دی او دولت کې هم دا ژبه په هیڅ شان یوازېنۍ رسمي ژبه نه ده بلکې هغه زموږ په افغاني ټولنه کې د یو شمېر وګړو ژبه ده چې حقوق يي په اساسي قانون کې د هیواد د نورو ژبو ترڅنګ خوندي دي . د کاویاني د ادعا په خلاف دا چې درې زموږ په ټولنه کې د یو شمېر وګړو ژبه او په اساسي قانون کې له پښتو روسته د دوهمې رسمي ژبې پتوګه تسجیل ده، په دولت کې دننه او یا دباندې د هیڅ کومې کړۍ لخوا هغې ته خطر نه شي پېښېدلای .

که کړیو ته د کاویاني د اشارې موخه، پښتانه وي لکه څنګه چې ده ، بیا خو پښتنو د خپلې پښتو ژبې څخه زیات درې پاړسو ژبې ته کار او خدمت کړی دی . پوهاند عبدالشکور رشاد ۲۸۶  هغه پښتانه شاعران او لیکوال پخپل یو کتاب کې راپېژني چې په دري پاړسو يي خپل اثار لیکلي او هغه يي دري پاړسو ژبې ټولنې ته وړاندې کړي دي. البته د پوهیدو وړ ده ، د پښتنو لیکوالو او شاعرانو شمېر په وارو له هغو زیات دی چې ارواښاد رشاد يي خپل کتاب کې یادونه کړي.

بلخوا د پښتنو په دربارونو کې د پښتوژبو لیکوالانو پرځای، دري ژبې لیکوالان او شاعران پالل شوي او نازول شوي دي . په دې دربارونو کې تل دري ژبه ویل شوی او د دولت چارې تر اوسه پورې په همدې ژبه روانې دي . دري ژبې په افغان دولت کې نه یوازې د پښتو ژبې په حقوقو او ونډې خیټه اچولې بلکې د هیواد نورې ژبې يي هم کونج ته کړي او د ټولو ژبو پر حق او څټ سپره پاتې شوې ! د کاویاني د ادعا په خلاف دري ژبه، نه یوازې دا چې په افغانستان کې ګوښه شوې نه ده ، بلکې پښتو او نورې وطني ژبې يي ګوښه کړي او د نیستۍ په موړګه يي درولي دي !

البته د کاویاني او د هغه د شریکباڼو د اندیښنو د لیري کولو لپاره باید وویل شي چې پخوا په سیمه کې استعمار په بېلا بېلو بڼو واکمن وو . نن د سیمې ټول ولسونه ویښ شوي او هڅه کوي چې له سیمې څخه د ژبو په ګډون د استعمار بڼې ختمې کړي او پخپل هویت چې هلته ملي ژبه هم نوی ارزښت پیداکوي، راڅرګند شي . لکه څنګه چې پاړسو د ایران ، تاجیکي د تاجیکستان ، ازبکي د ازبکستان ، ترکي ژبه د ترکيي د ملي هویت لپاره یو اړین عنصر دی، دغسې د افغانستان د هویت لپاره د پښتوژبې شتون اړین ګڼل کیږي . درې ژبه د افغانستان د یو شمېر وګړو ژبه ده او په دولت کې رسمیت هم لري خو د افغانستان هویت به په پښتو ملي ژبه وي . څنګه چې په ګاونډ او نړۍ کې ټول ملتونه او هیوادونه خپلې ملي ژبې لري او کاروي يي ، افغانان ولې له دې اره بېدوده ( مستثنی ) وي او پښتوژبه د خپل هویت پتوګه ونه کاروي . کله چې موږ د ملي ګټو او ارزښتونو څخه غږیږو له هغو څخه یوه ملي او سراسري ګټه او ارزښت ملي ژبه ده . افغانان باید پښتوژبه د ملي او سراسري ژبې پتوګه وګڼي او د نورو ملي ارزښتونو په څنګ کې پر دغه ارزښت هم اتفاق وکړي .

کاویاني د خپلو نیوکو په لړ کې وايي «  حکومت افغانستان در سال ۱۳۸۷ خ/ ۲۰۰۸ م بصیر بابی، خبرنگار بلخی را همراه بادو کارمند ارشد تلويزيون دولتی ولايت بلخ به خاطر کار برد واژه های "دانشگاه، دانشکده و دانشجو" در يکمتن فارسی به جای واژه های "پوهتنون، پوهنزی و محصل" مجازات کرد. 1 همين دو روز پيش ( ۱۴ سنبله ۱۳۹۱ خ / ۴ سپتامبر ۲۰۱۲ م( مخالفت چند عضو يکی از کميسيون های پارلمان افغانستان با کار برد واژه دانشگاه و دانشجو جنجال برپا کرد و در رسانه های درونی و بيرونی کشور بازتاب گسترده يافت. »

ژباړه : « افغان حکومت په ۱۳۸۷ ل / ۲۰۰۸ ز کال خبریال بصیر بلخي د بلخ ولایت د دولتي تلویزیون د دوه تنه نورو ښاغلو چارواکو سره په ګډه په یوه پاړسو متن کې د « پوهنتون ، پوهنځي او محصل » پرځای د «  دانشګاه ، دانشکده ودانشجو » وییونو په کارونې سره مجازات کړل . دوه ورځې مخکې د ( ۱۳۹۱ کال د وږي په ۱۴ مه / د ۲۰۱۲ کال د سیپټمبر په ۴ مه ) د افغانستان د ولسي جرګې د یوې جرګګۍ څو تنو غړو د دانشګاه او دانشجو وییونو سره په مخالفت، یوه شخړه رامنځته کړه چې هیواد او بهر کې د رسنیو له پراخ غبرګون سره مخ شوه »

داسې ښکاري چې کاویاني په ولسې جرګه کې روستۍ پریکړې چې دده په خبره په کور دننه او بهر يي پراخ غبرګون رامنځته کړی، کړوولی وي او دا مقاله يي لیکلي وي . په پورته جملو کې کاویاني خپله هم د ولسې جرګې پرځای د پارلمان ويي، کاروي او هڅه کوي چې خپلو ټولو جملو کې د ملي ترمینالوژي له کارونې ډډه وکړي .

که له ښاغلي کاویاني پوښتنه وشي چې روسیه کې ولسې جرګې ته دوما ، په جرمني کې بوندسټاک ، په انګلستان کې د عوامو او عیانو مجلس ، په امریکا کې کانګرس ، په ایران کې مجلس نمایندګان وايي، نو بیا ولې موږ پخپل هیواد افغانستان کې ولسې جرګه ونه وایو ، د هغه ځواب به څه وي ؟

ټوله خبره په دې چورلیځ راګرځې چې ایا موږ افغانستان د یو خپلواک هیواد پتوګه منو او که نه، ایا افغاني هویت منو او که نه ؟ که خبره هوکې وي نو بیا خو اړینه ده چې دولت او اداره د خپلو چارو د اسانتیاوو لپاره خپله ژبه او مصطلحات ولري چې موږ يي ملي ترمینالوژي بولو . د نورو ملتونو پشان موږ هم حق او دنده لرو چې ملي ترمینالوژي ولرو او له داسې ترمینالوژۍ ملاتړ د اساسي قانون په ۱۶ ماده کې تسجیل او دولت يي په پلیتوب مکلف ګڼل شوی دی.

که څوک په انګلستان کې د یونیورسیټي پرځای دانشګاه ووايي، ایا انګریزان يي ورسره مني او یا که په ایران کې د دانشګاه پرځای پوهنتون ووايي ایرانیان يي ورسره مني ؟ البته هیڅکله يي نه مني . نو بیا موږ ولې په افغانستان کې خپله ملي اصطلاح، پوهنتون ونه وایو او پرهغې ونه ویاړو !

لکه څنګه چې یونیورسټي د انګریزانو هویت ښۍ ، دانشګاه د ایرانیانو ، همداسې پوهنتون د افغانانو د هویت څرګندوی دی .  

داچې کاویاني وايي وییونه ملي پولي نه پيژني « واژه ها مرزها را نمي شناسند » دا مفهوم په هر وخت او هر ځای کې سم او برابر نه خیژي . د دانشګاه ويي ( کلمه ) د ترکيي او عربي هیوادونو چې ایران ورسره ګډه پوله لري ، په لور او پوله نه شي اوښتلای . له اوښتلو سره سم به يي اړوونکی هم له پښو راوغورځوي !

بیا نو د ایران د فرهنګي یرغل لپاره مناسب ځای افغانستان ګڼل کیږي چې داسې وییونه باید د پولې دېخوا راواوړي !

 اوس افغانستان هم پخوانی افغانستان نه دی خپل هویت لري ، خپله ملي ژبه او ترمینالوژي لري او هوښیار افغانان لري چې د دوښمن او غلیم فرهنګي باروت او نور چاودیدونکي توکي د هغه په پيټار او بوخڅه کې له ورایه پيژني او مخه يي نیسي .

  د مقالي لیکونکي بل ځای وايي « فارسی را از آن ايران و دری را از آن افغانستان و تاجيکی را از آن تاجيکستان می دانند و کوشش می کنند که اين "نگرش" را با انديشه پردازی های سياسی "تيوريزه" کنند. در گام دوم اين گروه ها مدعی می شوند که اينواژه دری است و آن واژه فارسی است و بيگانه. با اين ترفند واژه های غيرفارسی را بر زبان فارسی دری تحميل می کنند. »

ژباړه: «  پاړسو د ایران ، دري د افغانستان او تاجیکي د تاجیکستان بولي او هڅه کوي چې داسې څه ته په سیاسي انديښنو سره « تیوریکه بڼه » ورکړي . په دوهم ګام کې دا ډلې ددې ادعا کوي چې دغه ويي دري او دا بل يي د پاړسو او پردی دی . په دې چټیاتو سره ناپاړسو وییونه، پر درې پاړسو باندې تحمیلوي »

لومړی باید وویل شي دري ژبه پرخپلو اوږو هغه پيټی او دنده چې تاجیکي يي په تاجیکستان او پاړسو يي په ایران کې لري په افغانستان نه لري، پر اوږو داسې پيټی او دنده په افغانستان کې پښتوژبه لري او دا هغه منځټکی دی چې کاویاني او شریکباڼي يي یا نه ګوري او یايي له کتلو سره سره نه مني . بله دا چې افغانستان کې د دري پشان ډېرې نورې محلې ژبې شتون لري چې د افغانستان په اساسي قانون کې تسجیل او حقوق يي خوندي دي خو دغه حالت بیا په ایران او تاجیکستان کې د پاړسو او تاجیکي په څنګ کې نورې محلي ژبې نه لري او نه ددغو محلې ژبو حقوق هلته ددې هیوادونو په اساسي قوانینو کې تسجیل او خوندي دي. په دې توګه هرهیواد ځانګړتیاوې لري او د ژبو دندې په هرهیواد کې توپير لري.

افغانستان کې موږ لویه څارنوالي یا د ښاروالۍ اصطلاح لرو . داسې نه شي کېدای چې څارنوالۍ ته په پشه يي ، نورستاني ، ازبکي ، ترکمني ، پامیري ، بلوڅي او دري ژبو جوړ نومونه وکارو او یوه اداري اصطلاح په یوه هیواد کې په لس ګونو بڼو او نومونو وکاروو. که لويي څارنوالۍ ته چې ملي تر مینالوژي ده په دري کې دادستان کل ووایو ، نو د هیواد نوري محلي ژبې باید هم دا اصطلاح په خپلو بڼو ونوموي او هغه وکاروي، چې داسې کار په بل هیڅ هیواد کې نه دی شوی او که موږ يي پخپل هیواد کې پلی کړو ، په لوی لاس هیواد او ملت د بېلتون او پاشلتیا په لور بیایو چې له ملي تاوان پرته بل هیڅ ګټه نه لري . همداسې که د پوهنتون یا ولسې جرګې وییونه او مصطلحات وشاربو، ورته پایلې ته رسیږو .

د کاویاني د تورونو برعکس د پښتوژبې هیڅ ویی د هیواد پر بله ژبه په زور نه دی تپل شوی بلکې د ملي مصطلحاتو کارونه، په هیواد کې د ټولو ژبو د ویونکو او په هغې ډله کې د پښتو ویونکو لپاره هم الزامي ده . البته دلته کله چې له الزام څخه یادونه کیږي، دا الزام د ملي مصطلحاتو په چوکاټ کې محدود دی، په نورو برخو کې د هیواد ټولې ژبې د وییونو په کارونه کې خپلواکه دي .

همدارنګه کاویاني وړاندې ځي او لیکي « قلمرو فرهنگی زبان فارسی فراتر از قلمرو سياسی افغانستان است، از اين رو واژه ها بايد برای همه فارسی گويان قابل فهم باشد. در حالی که تحميل واژه ها و ترکيب ها بر دستگاه ی واژگان زبان فارسی دری زبان را برای همه قلمرو زبان فارسی نامفهوم می سازد و آنرا به انزوا می کشد. »

ژباړه : « د پاړسوژبې د واکمنۍ فرهنګي سیمه د افغانستان له سیاسي بریده پراخه ده، له دې کبله وییونه باید د ټولو پاړسو ژبو لپاره د پوهېدو وړ وي . په داسې حال کې چې د پاړسو دري ژبې د وییونو پرجوړښت، د وییونو او تړنګونو ( ترکیبونو ) تپل ، د پاړسو د واکمنۍ پر سیمه، پاړسو ژبه د نه پوهېدو وړ ګرځوي او هغه د ګوښه توب په لور بیايي »

د اساسي قانون په ۱۶ مه ماده کې لولو « دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياو ړتيا او پراختيا لپاره اغيزمن پروگرامونه طرح او تطبيقوي ». دلته نه دي ویل شوي چې افغان دولت پر ټوله سیمه او نړۍ د پاړسو ژبې د واکمنۍ لپاره مکلف ګرځول شوی بلکې ویل شوي، دولت په افغانستان کې د ټولو ژبو د پیاوړتیا دنده لري . افغان دولت او افغانان مکلفیت نه لري درې ژبه په ټوله سیمه واکمنه کړي بلکې افغانستان کې د دري ژبو لپاره د افغانستان د نوروژبو په څنګ کې د هم انډوله ودې لاره به اواره ساتي . دلته له داسې طرحې څخه کاویاني او شریکباڼي دوه موخې لري : لومړی داچې دوی د هیواد نورې ژبې په پام کې نه نیسي او حتي کاویاني پخپله ټوله لیکنه کې د افغانستان د نورو ژبو له برخلیک سره تماس نه نیسي او پرهغو ښویه تیریږي او دوهمه دا چې د هیواد ملي ترمینالوژي په نښه کوي . موږ ته لومړی په ژبو د خپلو افغانانو پوهه ارزښتمنه ده . که د هیواد هره ژبه په دې موخه چې سیمه وال پرې پوه شي او د سیمې په لهجو او تړنګونو ( ترکیبونو ) يي کړکېچو کړو او خپل خلک په پام کې ونه نیسو او هغه د پردیو د فرهنګي ګټو قرباني کړو، داسې لار موږ سره یو افغان هم نه مني او منزل ته نه رسیږي !

 په کور دننه د ژبنیو متعصبینو سربېره د نورو ګاونډیانو برعکس، ایران داسې هیواد دی چې په افغانستان کې يي د فرهنګي یرغل په سر کې ملي ترمینالوژي په نښه کړې ده !    

د ۲۰۱۲ کال د سیپټمبر ۱۲ مه


September 13th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي